د فیسبوک ملکیت لرونکی واټس اپ د کاروونکو لپاره د محرمیت تګلاره تازه کړې چې د اندراید او Ios کاروونکو ته یې د پیغام له لارې خبرتیا استولې ده.
ددې پالیسۍ په اړه خورا مهم شی دا دی، که چیرې د واټس اپ کاروونکی نوې تګلاره ونه مني شونې ده د واټس اپ خپل اکاونټ له لاسه ورکړي، د یادې پالیسۍ نفاذ به د راتلونکې فبروري میاشتې له ۸مې نیټې څخه کیږي.
په نوې پالیسۍ کې څه نوي او مهم دي؟
واټس اپ کاروونکو ته روښانه کړې چې دوی به د اختیاري ځانګړتیاو له کارولو وړاندې یوې اجازې ته اړتیا لري، چې یوه یې د بل کاروونکي سره د ځای یا موقعیت خپرولو ځانګړتیا ده.
شرکت وایي که څوک واټس اپ ته خپل موقعیت نه روښانه کوي دوی به ونشي کړای په خپلو ملګرو کې له هیچا سره ځای شریک کړي.
واټس اب به څرنګه د کاروونکي معلومات پروسس کوي، په دې اړه یې هم نوې پالیسۍ کې بدلونونه شامل کړي دي. ددې سربېره د سوداګریزو ادارو په اړه چې څرنګه فیسبوک او واټس سره ونخلوي او له دې ګټه پورته کړي بدلونونه شامل دي.
نوې پالیسي کې د کاروونکو د معلوماتو په منظمه توګه اداره کول یو له مهمو نکتو څخه دی. په نوې پالیسۍ کې د راکړې ورکړې د معلوماتو لپاره هم نوې برخه اضافه شوې ده.
واټس اپ د کاروونکو د اړیکو جزییات هم نوي کړي دي، په دې معنا چې شرکت کولی شي له دې وروسته ستاسې ډیرو معلوماتو ته لاسرسی ولري، لکه د بیترۍ کچه، د سګنل ځواک، د اپلیکیشن نسخه، د براوزر معلومات، ګرځنده شبکه، موبایل شمېره، ژبه، وخت او زون، د IP پته او د موبایل د عملیاتو معلومات راټولوي. واټس اپ به نږدې ټول اړوند معلومات له فیسبوک سره هم شریکوي.
په دې کې ستاسې پيغامونه، عکسونه، ویدیو او داسې نور چې تاسې یې یوه بل ته استوئ شامل نه دي.
باید وویل شي چې واټس اپ په نړۍ کې تر ټولو زیات فعال کاروونکي لري او د نورو اپلیکیشنو په نسبت محفوظ او معلومات خوندي ساتلی شي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/21829
چینایي مریخ ته تلونکې بېړۍ پر سرې سپوږمکۍ خپل ماموریت پیل کړ | |
فیسبوک، انسټاګرام او ټویټر د ټرمپ حسابونه تړلي | |